سوداګر وايي،د غلام خان لاره دي پرانستل شي

د شمالي وزیرستان د سبزۍ منډۍ ځېني سوداګر وايي، باید د غلام خان ټرانزیټ لارې خلاصولو اعلان ژر تر ژره عملي شي او دوی ته دې د اوښتو زیانونو معاوضه ورکړل شي.

بلخوا د شمالي وزیرستان انتظامیې چارواکو مشال راډیو ته ویلي، د غلام خان لارې خلاصولو لپاره ټول انتظامات شوي دي.