عراقي چارواکي وايي، د بغداد په جنوب کې په موټر بم ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۸۰ کسان وژل شوي دي چې پکې زیاتره یې ایراني زایرین ول.
دغه حمله د پنجشنبې په ورځ له بغداده شاوخوا ۱۰۰ کېلومیټره لرې، په بابل ولایت کې د پېټرولو له یوه پمپ سره نېږدې شوې.
چارواکي وايي، د لارۍ بم په وسیله دا ځانمرګی برید پر هغو زایرینو شوی چې د امام حسین شهادت څلوېښتۍ په مراسمو کې تر ګډون وروسته له کربلا څخه کورونو ته روان ول او په لار کې یې له یوه رستوران سره نېږدې ګاډي درولي ول.
د بابل ولایت یوه امنیتي چارواکي فلاح الراضي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي چې پکې شاوخوا ۱۰ عراقیان او نور ټول ایرانیان دي.
رویټرز خبري اژانس بېګا د پولیسو او روغتیايي چارواکو په حواله وویل چې په برید کې د وژل شویو شمېر شاوخوا ۱۰۰ ته رسېدلی دی. اسلامي دولت ډلې پر خپله ووبپاڼه د حملې ذمه واري منلې ده.