د افغان پارليمنټ غړي خبرداری ورکوي چې په ننګرهار ولايت کې پوځي عملياتو او ډرون بريدونو کې د سختو زيانونولو ليدلو وروسته اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش کونړ ته مخه کړې او هلته د ملګرو پيدا کولو په لټه کې ده.
په پارليمان کې د کونړ ولايت استازی او د کورني امنيت کميسون غړي حاجي سخي مشواڼي نن مشال ريډيو ته وويل چې د داعش د ګمارنې مخه بايد ونيول شي.
((داعش له اتلسو څخه تر پنځه ويشت کلونو په عمر هلکان لټوي او د ځان سره يې ملګري کوي. دا کار د کونړ او ننګرهار په بېلابېلو ولسواليوو کې روان دی. دوی په ډېرو هغو ځايونو کې ځانله ملګري پيدا کوي چې د حکومت پرې کنټرول نه لري.))
په عراق او شام کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي
په شام او عراق کې د ابوبکر البغدادي تر مشرۍ لاندې داعش د ۲۰۱۵ کال په لومړيو مياشتو کې افغانستان او پاکستان د خراسان په نامه خپلې سيمې اعلان کړي او د پاکستاني طالبانو پخوانی مشر حافظ سعيد خان يې مشر او د افغان طالبانو يو مشر ملا عبدالرووف خادم يې مرستيال اعلان کړ.
داعش د ځينو نورو بريدونو تر څنګ لنډه موده وړاندې کابل کې د اتيا کسانو د وژنې د ځانمرګي بريد ذمع واري ومنله.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني يو وياند دوا خان مينه پال نن مشال ريډيو سره خبرو کې په ډرون بريدونو کې د سعيد خان او ملاخادم په شمول د ځينو نورو مهمو داعش مشرانو د وژل کېدو يادونه وکړه او وي ويل چې افغان امنيتي ځواکونو دغه ډله له پښو غورځولې ده.
((دوی ته په ولسي وګړو د بريدونو کار ورپاتې دی. دا ځکه چې پر ولسي وګړو حملې کول اسانه کار دی. موږ په ننګرهار او نورو ځايونو کې د جنګ په ميدان کې داعش ته سخته ماتې ورکړې ده.))
داعش په دې وروستيوو کې په کونړ او نورستان ولايتونو کې د ځوانانو د ملګري کولو هڅې کړې
د ناټو په وينا داعش په افغانستان کې خوا او شا دري زره وسله وال لري. د چارواکو په خبره دوی کې ډير يې پاکستانيان دي او پر ډيورنډ کرښه دواړو غاړو ته خو په ځانګړې ډول په ننګرهار، کونړ او زابل ولايتونو کې فعاله دي.
د افغانستان د سولې د مطالعاتو او شخړو د حل ادارې يو څيړونکی حکمت الله اعظمي وايي دغلته داعش ډله نه يوازې د افغان او بهرنيوو ځواکونو تر بريدونو لاندې ده بلکې د فکري اختلاف له وجې د طالبانو سره هم په جګړو کې ښکېل پاتې شوې خو بيا هم له منځه تلونکې نه ده.
پخواني داعشیان: پاکستان راته ویل چې افغان نظامیان ووژنئ (ويډيو)
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پخواني داعشیان: پاکستان راته ویل چې افغان نظامیان ووژنئ
حکمت اعظمي زياتوي: ((داعش ډيره خطرناکه ډله ده. دې کې شک نشته چې افغان ځواکونو د دې ډلې ډير مشران او وسله وال ووژل خو قوت يې په دې کې دی چې څومره کسان يې وژل شوي، همغومره نور يې نوي پيدا کړي دي. دوی د وسله والو ډلو له خپل منځيوو اختلافاتو ګټه اخلي او نور جنګیالي د ځان سره يو ځای کوي. دوی په دې هم پوهيږي چې افغانستان کې د خرابو سياسي او امنيتي حالاتو له وجې د کورنيوو او بهرنيوو جنګياليوو مېشته کېدل او له دې ځايه نورو ځايونو ته تګ راتګ په اسانه کيږي. دا ډله بايد جدي وګڼل شي.))
د اعظمي په خبره داعش وسله والې ډلې د پاکستاني طالبانو او شيعه مخالفې ډلې لشکر جنګهوي تر څنګ مرکزي ايشيا کې جنګېدونکې ډلې، ازبکستان اسلامي تحريک سره هم اړيکې پخې کړې دي. د دغه اتحاد له وجې د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر استازي، ضمير کابلوف هم په دې وروستيوو کې په سيمه کې د داعش په موجوديت اندېښنه ښودلې وه.
بلخوا نوي ټاکل شوي امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل انتخابتي کمپاين پر مهال ويلي وو چې داعش به سخت وځپي.
ويډيو: ننګرهار کې له داعش څخه نيول شوي سنګرونه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ننګرهار: د پاپین ولسوالۍ ښوونځي د داعشیانو سنګرونه