د خيبر پښتونخوا په lمرکز پېښور کې د ايف سي پر ګادي بريد شوی چې پکې درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د پېښور ايس ايس پي اپرېشنز سجاد خان رسنيو ته ويلي، بريد د سېشنبې پر سهار د بشیر اباد په سيمه کې شوی دی.
نوموړي زياته کړه، پلټنې روانې دي چې وګوري ايا دا لاسي بمي بريد وو او که هلته وار له مخه د سړکغاړې بم ښخ کړل شوی وو.؟
يو زخمي عسکر مشال راډیو ته وويل، دوی د باچا خان مرکز پر لور روان ول چې حمله پرې وشوه.
د لېډي ريډینګ روغتون وياند ذوالفقار باباخېل مشال راډیو ته وويل، دوی ته درې مړي او شپږ ټپيان ورـوړل شوي دي.
وژل شوي د ملېشا ځواکونو عسکر او په ټپيانو کې يو عادي کس دی.
ده زياته کړه د دوو ټپيانو حالت مرګونۍ دی.