د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر وايي په شام کې د محاصره شویو شمېره یو میلیون ته رسېدلې او دا د تېرکال په پرتله یو په دوه ده.
ستیفېن اوبراین د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته وویل چې د محاصره شویو کسانو شمېره د ۴۸۶ زره نه ۹۷۴ زرو ته پورته شوې ده.
نوموړی وايي ولسي خلک تر ډېره د سوریې حکومتي ځواکونو محاصره کړي دي.
ستیفېن اوبراین زیاته کړه چې « ولسي کسان د یوازیتوب، لوږې، بمبارۍ، د طبي سهولتونو او د بشري حقونو له نیشتوالي سره مخامخ کړل شوي دي چې هغوی یا خو وتښتي او یا هم تسلیم شي.»
د ملګرو ملتونو دغه لوړ رتبه مامور د ولسمشر بشارالاسد پر حکومت سخت انتقادونه وکړل چې د خپلو خلکو په بمبارولو دغه حکومت د سوریې خلکو په دفاع او د ملي خودمختارۍ په ساتنه کې پاتې راغلی دی.
ستیفېن اوبراین یو وارې بیا ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل دې په شام کې پر ولسي خلکو د بریدونو د مخنیوي، د بشري مرستو د رسولو او د محاصرو د ختمولو په اړه د خپل قرارداد ملاتړ وکړي.
دی وايي که د سلامتي کونسل لخوا ددې قرارداد ملاتړ ونشو نو بار بار به خلاف ورزیانې کیږي د بشري حقونو نړیوال قانون به تر پښو لاندې کیږي او جنګي جرمونه به ترسره کیږي.