جاويد فصل: د اجرايه رييس پاکستان ته سفر مالوم نه دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان ويلي د افغانستان په اړه به په دسمبر کې د چين او روس سره غونډه ولري. پخوا افغان چارواکو ويلي وو چې پاکستان سره اړيکې ځکه خرابې شوې چې د ترهګرۍ ختمولو لپاره يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. خو اوس پاکستاني مطبوعاتو ليکلي چې د اسلام اباد او کابل اړيکو ښه کولو لپاره د افغانستان اجرايه رييس ډاکټر عبدالله پاکستان ته ورځي. د دې هر څه په هکله زموږ همکار بشير ګواښ د افغانستان اجرايه رياست يو وياند جاويد فيصل سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتنه کړې چې آيا پاکستان ته د ډاکټر عبدالله د سفر نېټه ټاکل شوې؟