سلواکیا افغانستان ته ۳۴ پوځیان واستول

آرشیف

د سلواکیا دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د ۳۴ نورو پوځیانو په استولو سره یې په افغانستان کې د سرتېرو شمېر ۱۶۸ تنو ته ورسېد.

د سلواکیا دا پوځیان د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت د ۲۰۱۵ م کال په جنوري کې پیل شو او هدف‌ یې د افغان ځواکونو روزل، سلا مشوره ورکول او مرسته ده.