لا هم سیاسي اسیر یم: ضیا الله اپریدی

له ښي خوا: ضیا الله اپریدی، عمران خان او پروېز خټک

د مشال مرکې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی صوبايي وزير ضياالله اپريدي تور پورې کړی چې له ده سره داسې ثبوتونه شته چې ښيي وزيراعلا پرويز خټک په درغلیو کې لاس لري.

خو د نوموړي په خبره د ګوند مشران يې دغه تورونو اورېدو ته چمتو نه دي.

نوموړی څه موده مخکې له زندانه خوشې شو، خو معامله یې لا هم په عدالت کې ده.

اپریدی وايي، له عمران خانه يې دا ګيله ده چې په صوبايې اسمبلۍ کې يې ورته د خپل ځان په اړه د صفايۍ ورکولو موقع ور نه کړه.

خو نوموړی وايي اوس به ډېر ژر د يوې خبري غوندې د لارې ټول رازونه په ډاګه کړ، البته په بیا بیا پوښتنې کولو سربېره یې نه د رازونو په اړه څه وویل او نه یې د دې افشا کولو نېټه وښوده.

دی وايي، که د ثبوتونو وړاندې کولو باوجود هم عمران خان په ګوند کې دننه په درغلیو تورنو کسانو پرضد ګام پورته نه کړ نو د ده په خبره، بيا به خیبر پښتونخوا کې د عمران خان د احتساب او انصاف ټولې ادعاوې ناسمې وي.

ضيا الله اپريدي وايي د درغېلو په تور کې وروته اورول شوی قيد ختم شو خو لا هم سياسي قيدي دی.

تحریک انصاف یا د خیبر پښتونخوا حکومت د نوموړي څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

له ضیا الله اپریدي سره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له ضیا الله اپریدي سره بشپړه مرکه