د ترکيې ولسمشر ویلي ، هېواد یې له بېلاروس سره د دوه اړخیزه تجارت زیاتولو اراده لري.
د نومبر پر ۱۱مه په مېنسک کې یوې تجارتي غونډي ته په خبرو کې رجب طیب اردغان وویل، د دواړو هېوادونو تر منځ له ۲۰۱۳ مه تر ۲۰۱۵مه په تجارت کې کمی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د ده په فکر ترکي او بیلاروس په لږه موده کې دغه تجارت یوه اربه ډالرو ته رسولې شي او دا د دواړو هیوادونو لپاره ګرانه نه ده.
بلخوا د بیلا روس ولسمشر الیکسینډر لوکاشېنکا وویل ، د ترکيې سرمایه کارۍ او د مېنسک لخوا د ځنو منتخب شویو حکومتي څانګو د شخصي کولو په چارو کې د برخې اخیستو هرکلی کوي.