په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایي چې په بګرام هوایې ډګر کې یوه چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ماموریت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه د بګرام په پوځې اډه کې نن (شنبه) سهار پنځه نیمی بجې شوې ده.
په اعلامیه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن له قوله ویل شوي چې پر ناټو ځواکونو به دا ډول بريدونه د هغوی مرستې له افغان ځواکونو سره کمې نه کړي.
تر دې مخکي د پروان ولایت د بګرام ولسوال ویلي و چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي خو د وژل شوو او ژوبلو د هویت په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
د بريد مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې يو شمېر بهرني او کورني عسکر وژل شوي اوژوبل شوي دي