د پاناما اسنادو فیصله دې سپریم کورټ وکړي: اعتزاز حسن

تحریک انصاف هم وايي چې په دغه طریقه حکومت معامله ځنډول غواړي خو د حکومتي ګوند وینا ده چې د کمېشن جوړولو بغیر دا رقم فیصلې نه شي کېدلي.

د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر اعتزاز احسن د پانامه اسنادو پلټونو لپاره د سپريم کورټ له خوا تجویز شوی کمېشن رد کړی دی او عدالت ته يي خواست کړیدی چې د اپوزیشن د ضابطه کار په رڼا کې په خپله د مقدمې فیصله واوروي.

د نهې ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره په خبرو کې سېنېټر اعتزاز احسن زیاته کړه چې په تېرو وختونو کې هم سپريم کورټ د آرټيکل 184 تر درېيم شق لاندې کمېشن جوړ کړی خو د پاناما اسنادو په معامله کې د کمېشن له جوړولو سره به دا معامله نوره هم ځنډنۍ شي.

د اعتزاز احسن وينا وه، که حکومت او عدالت د دې مقدمې فيصله زر کول غواړي نو سپريم کورټ ته پکار ده چې د دې فيصله په خپله وکړي .

تحریک انصاف هم وايي چې په دغه طریقه حکومت معامله ځنډول غواړي خو د حکومتي ګوند وینا ده چې د کمېشن جوړولو بغیر دا رقم فیصلې نه شي کېدلي.

په قامي اسمبلۍ کې د تحريک انصاف غړی حامد الحق وايي، تحريک انصاف په آزاده عدليه باور لري نو پکار ده چې د پاناما اسنادو فيصله سپريم کورټ وکړي او زر تر زره يې وکړي.

خو د واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مرکزي وياند صديق الفاروق مشال رېډيو ته وويل چې پاناما د نړيوال کچې مقدمه ده، په دې کې کمېشن جوړول او د هغې فيصله کول مهم دي.

ياده دې وي چې په درېيم نومبر د سپريم کورټ پنځه کسيزه بنچ دا فيصله کړي وه چې د پاناما اسنادو پلټنو لپاره به يو کسيز کمېشن جوړېږي چې د دغه اسنادو پلټنې به کوي.