کوټه کې د دوایانو کارخانې پلورلو پرضد لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جرمني هېواد د دوایانو تر ټولو لویې او پخوانۍ فابریکې ( مارکر) د پلورلو پرضد د دغه ادارې کارکوونکي په احتجاج راوتي دي. دوی وايي د کارخانې څښتن یې له دوی سره د مشورې او دوی ته د مخکینیو تنخاګانو (بقایاجاتو) اداکولو پرته دغه کار کړی دی چې په دې سره له سختو مالي ستونځو سره مخامخ شوي دي له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډیو راپور