شربت ګله له عدالته بیرته روغتون ته یووړل شوه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د جمعې ورځ د پېښور یوه خصوصي عدالت د پاکستان شناختي کارډ جوړول په مقدمه کې د شنو او جاذبو سترګو افغان کډوالې مېرمنې شربت ګلې ته د ۱۵ ورځو قيد او يو لاک ۱۰ زره روپیو جرمانه واوروله.
شربت ګله له هسپتاله عدالت ته بوتلل شوه او تر فيصلې وروستو هم د ناروغۍ له وجې بيا هسپتال ته یووړل شوه.
ډ پاکستان فېډرالې ادارې لس ورځې وړاندې شربت ګله د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور ونیوله.
د افغانستان سفارت چارواکي تمه لري چې د دوشنبې په ورځ به شربت ګله خوشې کړل شي او تر هغه وروستو به يې افغانستان ته بوځې چې په ارګ کې به د ولسمشر محمد اشرف غنې خصوصي ميلمنه وي.
له پېښوره د ځلاند يوسفزي ویډيو