افغان چارواکي وايي، د کندوز په پرونیو عملیاتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه پلټنې کوي.
چارشنبه په کندوز کې د ناټو او افغان ځواکونو په بمبارۍ کې شاوخوا ۳۰ ولسي وګړي، درې افغان او دوه امریکايي سرتېري ووژل شول. خو د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا مشال راډیو ته وویل چې په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ځېنې مشران هم وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت او د ولسمشر دفتر بېګا وویل، وسله وال د ولسي وګړو کورونه د سپر په توګه کاروي. په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې رپورټونه وررسېدلي دي. د امریکا دفاع وزارت او وسله والو لا څه نه دي ویلي.