افغان دولت استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه مډال ورکړ

استاد خیال محمد

آرګ: د افغانستان دولت د دغه هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې د پښتو موسیقۍ د غزل باچا ښاغلي استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه عالي دولتي مډال ورکړ.

له ارګه خپور شوي فرمان کې راغلي چې د پښتو کلاسیکې، ولسي او نوې موسیقۍ په برخه کې پېژندل شوې سندرغاړي استاد خیال محمد د پښتو موسیقۍ د ځانګړي مکتب خاوند ګڼل کېږي.

نوموړي په خپلو سندرو کې لرغونیو او معاصرو شعرونو ته روح او ولس ته د سندرو په بڼه خوشالي وربښلې ده. موسیقۍ ته د خدمت په لار کې یې د قدر وړ کړنې ترسره کړې او له ځانه یې ښې وړتیاوې ښودلې دي.

له هم دې امله د نوموړي د ښو، غوره او قدر وړ خدمتونو د ویاړولو په موخه د افغانستان اساسي قانون د (۶۴مې) مادې او (۱۹مې) فقرې له حکم سره سم د پښتو موسیقۍ د غزل باچا استاد خیال محمد ته د غازي میر بچه عالي دولتي مډال ورکول کېږي.