متحده عربي امارت په خوست کې لوی روغتون جوړوي

په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر د خوست له والي سره د لیدو پر مهال

په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت چارواکي وايي، د خوست شیخ زاید پوهنتون په کدري روغتون پنځلس میلیونه ډالر لګوي، تر څو یاد روغتون د طبابت په اوسنۍ ټکنالوژۍ، اړینو وسایلو او تجهیزاتو سمبال شي.

یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي حکم خان حبیبي سره د کتنې پر مهال وکړې.

پدې لیدنه کې خوست والي د اماراتو له سفیر غوښتنه وکړه، چې د شېخ زاید پوهنتون سره د پلان شویو مرستو د ورکړې چارې دې ګړندۍ شي او ترڅنګ دې په خوست کې د ولایتي ادارې سره د دیني مدرسو او جوماتونو په جوړولو کې هم ځانګړي مرسته وکړي.

د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي ته ډاډ ورکړ، چې هېواد به يې د شېخ زاید پوهنتون سره تر (۳۰) مېلیونه امریکایي ډالرو پورې مرسته وکړي ،تر څو شېخ زاید پوهنتون د افغانستان په کچه په پیاوړي علمي او اکاډمیک مرکز بدل شي.

سفیر ویلي، چې دوی پلان لري له سږ کاله شروع په ګډون په دریو کالونو کې یوازې د شېخ زاید پوهنتون په کدري روغتون باندې (۱۵) مېلیونه امریکايي ډالره مصرف کړي ترڅو خوست له یو داسې کدري روغتون برخمن شي، چې د اوسني عصر په ټولو اړینو وسایلو ،وسایطو او تجهیزاتو سمبال وي.

د متحده عربي اماراتو سفیر خوست والي سره ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به په خپله خوست ولایت ته سفر کوي او هلته به د پوهنتون لپاره د پلان شویو پروګرامونو عملي چارې پیلوي.