ایټالیا کې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي

د ارشیف انځور

د ایټالیه چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ یوې پیاوړې زلزلې ګڼې ودانۍ نسکورې کړي خو په سملاسي ډول د تلفاتو راپورونه نه دي ورکړل شوي.

چارواکي د ریکتر په پیمانه د زلزلې زور ۶.۶ ښايي او د ایټالیا د ولسي دفاع د ادارې په وینا د کورونو او ودانیو د پرېوتو له کبله ګڼ خلک ژوبل شوي دي. د نوموړې ادارې مشر Fabrizio Curcio وايي:

(( په لسګونو کسان ژوبل شوي، خو ټپونه یې برڅېرن دي، یوازې د یوه تن صحي وضع د اندېښنې وړ ده. ))

نوموړی وايي د دوی د ادارې کومکي هیليکوپترې له کنډوالو نه د ژوبلو کسانو روغتون ته په رسولو کې مرسته کوي.

د ځايي وخت مطابق زلزله د سهار په شل منټه کم اته بجې مخې ته راغلې وه او د امریکا د جیالوجي مرکز د معلوماتو له مخې مرکز یې مرکز یې Norcia ښارګوتي ته نږدې سیمه وه.

زلزلې په یاد ښار ګوټي کې ځینې تاریخي ځایونه هم نړولي دي.