په کراچۍ کې پینځه شیعه ګان وژل شوي دي

په کراچۍ کې په یو برید کې پینځه اهل تشیع وژل شوې دي.

د کراچۍ ښار د پوليسو یوه مشر ذوالفقار لاړک بیګا له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا پېښه هغه وخت وشوه چې د شنبې یا خالي پر ماښام په ناظم اباد سيمه کې د یو کور دننه د شیعه ښځو مجلس روان وو .

دی زیاتوي ، په برید کې شاوخوا شپږ کسان زخمیان شوې هم دي.

د پېښې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان حکیم الله محسود ډلې منلې ده.