د بې پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
په دغه سازمان کې د افغانستان او ایران د برخې مسوول رضا معیني په دوشنبه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې روان میلادي کال یې د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ.
(د روان میلادي کال له پیله تراوسه له موږ سره د افغان خبریالانو پروړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو تر پنځوسو ډېرې قضیې ثبت شوې دي، چې یوازې د وسله والو طالبانو لخوا نه دي شوې بلکې په دې کې سیمه ییز او حکومتي چارواکي او حتا د هغوی ساتونکي هم ښکیل دي.)
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازه پېښه کې څه موده وړاندې په زابل کې یو افغان خبریال محمد یعقوب شرافت د وسله والو په یو برید کې ووژل شو او د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شول.