د امریکا نړیوالې مرستندویې ادارې (یو اېس.ای. ډي) له افغان حکومت سره د ۷۹۱ میلیون ډالرو په ارزښت یو خپلمنځۍ یادونه لاسلیک کړ.
د افغانستان مالیي وزیر اکلیل حکیمي په دوشنبه په کابل کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د دغې پېسې نېږدې پنځوس سلنه یې د حکومت بودیجې (بجټ) له لارې په بېلابېلو برخو کې لګول کېږي.
په ورته وخت کې د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې استازي هربرت سمیت د دغه خپلمنځۍ یادونې لاسلیکولو پرمهال وویل چې دغه پیسې په بروکسل کنفرانس کې د امریکا د ژمنو یوه برخه ده.