شوکت عزیز: له موسیقۍ پرته ژوند نشم کولی

سندرغاړی شوکت عزیز

د جنوبي وزیرستان د واڼې اوسیدونکی ځوان شوکت عزیز، شعر لیکي، سندرې وايي او له موسیقۍ پرته د ژوندي پاتې کېدو تصور هم نشي کولی.

نوموړی وايي، د ۲۰۰۶ راهیسې د موسیقۍ په میدان کې دی او په لومړیو کې به یې په پټه سندرې ویلې ځکه چې د کورنۍ خلکو ورته اجازه نه ورکوله، خو وروسته چې دده د هنر لمن په غوړېدو شوه نو خبره لاړه ډنډوره شوه او کیسه هر چم مالت ته ورسېده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سندرغاړي شوکت عزیز سره بنډار

شوکت عزیز چې اوس مهال ۲۷ کلن دی وايي رسمي زدکړې یې نه دي کړې خو په پښتو لیک لوست کولی شي او د ښې شاعرۍ ډېره مطالعه یې کړې ده. نوموړی زیاتوي:

(( ما د پښتو سره مینه وکړه، نو پښتو ډېر څه راته راکړل. شهرت یې راکړ، نوم یې راکړ او مینه وال یې راکړل.))

شوکت عزیز په خپلو سندرو کې د قبایلي سیمو د ښایست ذکر کوي، د پښتنو د کلتور نښې څرګندوي او له پيغامه ډکې سندرې وايي.

شوکت عزیز په هارون باچا هنري ګړۍ کې د مشال راډیو مېلمه دی، دا چې هارون باچا رخصت دی نو خپرونه درته نجیب عامر وړاندې کوي.