پر پاکستاني خبريال له هېواده د وتو بندېز د مطبوعاتو پر خپلواکۍ اغيز

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان د خبريالانو او بشري حقونو سازمانونو د حکومت له لورې د خبريال سيرل الميډا له هېواده پر وتلو د بنديز ګام غندلی او دا يې د وينا د خپلواکۍ ضد بللی دی. حکومت دا بنديز له هغه وروسته ولګولی چې نوموړي په ډان ورځپاڼه کې يو راپور خپور کړی وو چې پکې د سرچينو له قوله ويل شوي وو چې د لوړې کچې په غونډه کې ولسي حکومت د پوځ مشرانو ته په ډاګه کړې چې که د وسله والو پر ضد ګامونه وانخلي نو پاکستان به په نړيواله کچه يوازي شي. د سيرل الميډا خبر او دې ته د حکومت سخت غبرګون په دې هېواد کې د مطبوعاتو د خپلواکۍ په اړه يو شمېر پوښتنې را پورته کړې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا پوښتنې په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د بي بي سي مشر هارون رشيد او له وتلي خبريال حامد مير سره څېړل شوې دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ