خو پوتین خپل سفر ځکه لغوه کړ چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند غوښتل چې د دواړو مشرانو خبرې یوازې د سوریې وضعیت ته محدودې وي.
ولسمشر فرانسوا اولاند
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د سېشنبې ورځ وویل:
"ټاکل شوې وه چې ښاغلی پوتین ډېر ژر پاریس ته راشي او په یو لړ مراسمو کې برخه واخلي. ما له دې ملاقات سره یوازې په دې شرط موافقه کړې وه چې هغه به د سوریې پر حالت خبرې راسره کوي، یوازې پر سوریه! ما همداراز ولسمشر پوتین ته څرګنده کړې وه چې پاریس ته د راتګ په صورت کې به یې زه نورو مراسمو ته نه بدرګه کوم خو د سوریې پر وضعیت خبرې کولای شم او هغه د سفر ځنډول غوره وبلل."
د کرېملېن ویاند ویلي چې د دې سفر لپاره به بل مناسب وخت ته ګوري.
د سوریې په حلب ښار کې د روسي جنګي الوتکو بمبار
بلخوا د روسیې جنګي الوتکو د سوريې شمال ختیځ کې د حلب پر ښار چې محاصره دی، درنې بمبارۍ بیا پيل کړې.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې اداره چې مرکز يې په لندن کې دی، په سېشنبه وویل چې د حلب په بوستان القصر او فردوس سیمو کې لږ تر لږه اته تنه ملکي وګړي پهبرید کې وژل شوي دي.
د دې ادارې مشر رامي عبدالرحمن ویلي، د بشارالاسد رژیم د تېرې چارشنبې په ورځ پر حلب د بمباریو د بیا پیل اعلان وکړ او دا ښايي د روسي الوتکو تر ټولو درنه بمباري وه. حلب کې لږ تر لږه دوه نیم لکه وګړي په جګړه کې بند پاتې دي.
برتانیا، د سوریې پر سر و روسیې ته د ګوښه کړل شوي هېواد ګواښ کړ
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
برتانیا، د سوریې پرسر، روسیې ته د' ګوښه کړل شوي هېواد' ګواښ وکړ
ګورباچوف: امریکا او روسیې نړۍ خطرناک حالت ته رسولې
د شوروي اتحاد د جمهوریتونو وروستي مشر میخاییل ګورباچوف په امریکا او روسیې غږ کړی چې د سوریې په سر لانجو یې نړۍ یوه خطرناک حالت ته رسولې ده او باید ژر تر ژره دا وضعیت سم شي.
میخاییل ګورباچوف
ښاغلي ګورباچوف تېره ورځ د روسیې دولتي رسنۍ ریا نووستي یا "آر، آی، اې" ته ویلي چې د امریکا او روسیې تر منځ د سوریې د جګړو په سر د خبرو درېدل یوه لویه تېروتنه ده او باید دا خبرې له سره پیل شي.
ګورباچوف تر هغه وروسته د دغه خطرناکه حالت په اړه خبرداری ورکړی چې امریکا متحده ایالتو، په سوریه کې د اوربند ټینګښت په خاطر د روسیې لهخوا د خبرو مخته وړلو هڅو ته منفي ځواب ورکړ.
امریکا په روسیې تور پورې کړی چې په دغه هېواد کې د سږ کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د امریکا سیاسي اهداف "هک" کوي.
روسیې د دغه منفي ځواب په غبرګون د اټمي همکاریو یو شمېر موافقې وځنډولې، په سوریه کې او له اروپا سره په پولو کې یې پوځیان زیات کړل او همیې د ناټو په یو قدمي کې په کلېننګراد کې د اټمي وسلو د لېږد وړ میزایلو سیسټم فعاله کړ.
د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې لا دمخه د اوکراین پرسر خړپړ شوې دي.
نهه اتیا کلن ګورباچف همداراز په ایسلنډ کې په یوه جلا بیان کې ویلي چې د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ په وروستیو کلونو کې د اړیکو خړپړېدو له اټومي وسلو د یوې خالي نړۍ هیله هم لهمنځه وړې ده.
ښاغلي ګورباچف ویلي تر هغو چې اټومي وسلې وي د هغوی د کارونې خطر هم محسوس دی او باید دا وسلې په کامله توګه لهمنځه لاړې شي.
ګورباچوف چې په ۱۹۹۰ میلادي کې د اټومي وسلو د خنثی کولو د هڅو په لړ کې د سولې نوبل جایزه هم ګټلې ټینګار کړی چې د اټمي وسلو لهمنځه وړل، له ترهګرۍ سره مبارزه او د طبیعي پېښو د ورانیو مخنیوی باید د ټولو لپاره لومړیتوب واوسي.