د اسفندیار مومند خبرې او سندرې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په دې خپرونه کې مو د اشنغر (هشنغر) له ځوان سندرغاړي اسفندیار مومند سره خبرې کړې دي. دی ۲۳ کلن دی او تر ۱۲مه یې زده کړې کړې دي. مومند وايي، پلار یې له رباب غږولو سره مینه لرله نو ځکه چې د موسیقۍ ډګر ته یې د راتګ تکل وکړ نو له مشکل سره مخامخ نشو. له نوموړي سره نورې خبرې او د ده سندرې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.