مومند ایجنسي: سکول سره د ګاډو رفتار کمولو لپاره موړه جوړیږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مومند ایجنسۍ په ډنډ سیمه کې سرکاري پرایمري سکول پېښور ته له مومندو او باجوړ نه تلونکي لويي سړک په غاړه جوړ دې چی زیاتره یی ماشومان د ټرېفیکي حادثو ښکار شوي دي. د دې سکول ماشومان او استادان وايي سکول سره نزدې په سړک دې بریکر یا موړه جوړه کړل شي چې ګاډي په قلاره تیرږی. په دې ویډیوي رپورټ کې دمشال رېډیو خبریال شاهنواز ترکزي د پولیټیکل انتظامیې د چارواکو سره په دې اړه خبری وکړي او هغوي په فوري توګه خاصه دارو ته د موړې یا بریکر جوړولو امر وکړو.