ملګرو ملتونو، امریکا او برتانیا د افغانستان سولې عالي شورا او د اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقې ملاتړ کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کېربي بېګا وویل، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي چې په نتیجه کې یې تاوتریخوالي ختم شي.
د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار ګوند تر منځ د سولې موافقه تېره ورځ لاسلیک شوه چې پکې په یوه ماده کې راغلي، د ملګرو ملتونو له تور لېسټه به د حکمتیار او د ګوند نورو مشرانو نومونه ایستل کېږي.
هلته د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق بېګا د امریکا غږ راډیو ته وویل، د بندیزونو لرې کولو موضوع د امنیت شورا په غړو پورې تړلې ده.
((بندیزونه د [ملګرو ملتونو] امنیت شورا لګولي دي او لرې کول یې هم د امنیت شورا په لاس کې دي. تاسې پوهېږئ چې ۱۵ هېوادونه د دې شورا غړي دي، نو هغوی ټول باید کښېني او پرېکړه وکړي.))
په کابل کې د برتانیا سفارت هم د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقې ملاتړ کړی خود بښنې نړیوال سازمان وايي، د موافقې عملي کېدو په صورت کې د هغه ګوند مشر او غړو ته یې قضايي یا عدلي استثنا ورکولو دوی اندېښمن کړي دي.