کورمه: د استادانو کمی د ماشومانو زدکړې اغېزمنوي

په کورمه کې د اشخیلو سیمې خلک وایی، په سرکاری سکول کې استادانو د کمۍ له امله یې د ماشومانو پر سبقونو منفي اثر غورځېږي.

د ځایي خلکو په خبره، په سیمه کې تر اتم جماعته پورې د سنډا غرمېلې په یواځني سرکاري سکول کې د ساینس مضمونو لپاره استادان هم نشته.

د تورغره سیمې سیدالله مشال راډيو ته وایي، په سکول کې د دوی ماشومان له ډېره وخته راهیسې د استادانو کمي له مسلې سره مخامخ دي.

د مسوزو اشخېلو سیمه د منځنۍ کورمې په حدودو کې راځي چې په ځینو سرکاري سکولونو کې یې د استادانو کمی دی.

د مالوماتو له مخې په منځنۍ کورمه کې د استادانو د کمي یوه غټه وجه دا ده چې هلته استادان د سیکورټي صورتحال له کبله خپلې ډیوټۍ نه کوي.

د مسوزي سټوډنټس فیډریشن مشر پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وایي، په سیمه کې له فرقه یزه نښتو پس ځینې استادان د یو بل علاقو ته نه ورځي چې له امله د ځایې زده کونکیو تعلیم خرابېږي.

ایډیشنل پولټیکل ایجنټ نصرالله خان مشال ریډیو ته وایي، کوم استاان چې خپله ډیوټي نه کوي، د هغوی پرضد به سخت ګام اخیستل کېږي.

نصرالله خان وایي، استادان دې خپلو ډيوټیانو لپاره ورشی ځکه چې په سیمه کې اوس حالات ښه دي او زیاتوي که د سیکورټۍ په حواله د چا یوڅه مسله وي، هغه به ورته پولیټيکل انتظامیه هواروي.