خیبر: د باړې کډوال وایي هر څه مو وران ویجاړ پراته دي

د باړې کډوال وایي د جګړو او پوځي عملیاتو په وخت یی کورونه او ولسي ادارې ویجاړې شوي دي او تر ستنېدو پس دوی ته هغه سهولتونه ور نه کړل شول چې ژمنې یې ورسره شوې وې

د خیبر ایجنسۍ د باړې کډوالو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ له تېر یوه کال راهیسې پيل شوې ده او زیاتره کډوال خپلو سیمو ته ستانه شوي دي او ځینې پاتې کورنۍ یې لا هم ستنېږي، خو دغه کډوال وایي د جګړو او پوځي عملیاتو په وخت یی کورونه او ولسي ادارې ویجاړې شوي دي او تر ستنېدو پس دوی ته هغه سهولتونه ور نه کړل شول چې ژمنې یې ورسره شوې وې.

د باړې اکاخېلو یو مشر عبدالمیران اپرېدي مشال ریډیو ته وویل،

(کډوالې ډير ځپلې یو،څلور کاله مو په جلوزو کډوالو کیمپ کې تیر کړل،خو چې اوس باړې ته راغلو نو دلته څه نه لرو،حکومت راسره کومک نه کوي ،کورونه سکولونه مو تر اوسه نه دي جوړ شوي،او دبجلې او اوبو سهولتونو نه هم محرومه یو.)

د باړې یو مشر او پخوانی کونسلر خیال مت شاه اپرېدی وایي:

(د زیاتره خلکو راشن بند کړل شوی دی، دغه کډوال به د خپلو ماشومانود ډوډۍ غم کوي او که خپل وران شوې کور به جوړوي، سرکونه وران دي، دغه خلک هر څه په خپله د جوړلو جوګه نه دي، سکولونه په خېمو کې پرانستل شوي نو یو های سکول به په خېمه کې تر څو په پورې فعاله پاته شي. اوس ژمې راروان دی دغه زده کونکي به څه کوي، نو حکومت ته پکار ده چې د ورانو شویو ودانیو سروې دې زر تر زره مکمله کړي.)

د خیبر ایجنسې د باړې قامي اسمبلۍ غړی ناصر خان اپرېدی وایي چې په دا وروستیو کې یې د باړې او تیرا له ځینو قومونو سره جرګې کړې دي او د دوی ستونځې یې په پام کې دي او هڅه کوي چې حکومت دلته د څومره پرمختیایی کارونو اعلانونه کړي دي، هغه عملي کړل شي.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې د خیبر یو او خیبر دویم پوځي عملیاتو په نتیجه کې د باړې او تیرا میدان زیاتره برخې له وسلوالوپاکې کړل شوي دي او په په تیرا راجګل کې د خیبر دریم عملیات دوام لري.