ننګرهار:نازیانو ولسوالۍ کې چاودنې دوه کسان وژلي

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي بېګا مشال راډیو ته وویل، پېښه تېر مازیګر شوې چې پکې یو کس ژوبل هم دی. ده وویل، وسله والو په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد د پاڅونکوونکو په موټر پسې بم نښلولای وو چې پکې ناست دواړه پاڅون کوونکي ووژل شول. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.