په پنجاب کې د اورګاډو په ټکر کې څلور کسان مړه ۱۰۰ ژوبل

د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان کې د دوو اورګاډو د ټکرو په نتیجه کې څلور کسان وژل شوي او خواوشا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملتان ضلعې یو چارواکي نادر چټه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي دي چې د چارشنبې په ورځ د دوو اورګاډو د جنګېدو په پېښه کې څلور کسان وژل شوي او نور ګڼ شمېر ټپیان شوي دي.

یو بل چارواکې وايي، د ټپي شوي کسانو شمېره تر ۱۰۰ اوړېدلې ده.