د مساپرو ګړۍ، د مشال نوې خپرونه

مشال راډیو د ستمبر په ۱۱ مه، د مساپرو لپاره خپله نوې خپرونه « د مساپرو ګړۍ » پیل کړه. دغه یو ساعته خپرونه د هرې یکشنبې په ورځ د پېښور په وخت د ماسپښیبن له یوې تر دوو بجو خپریږي.

د مساپرو ګړۍ هغه پښتانه ځوانان او پېغلې میلمانه کوي چې له لرې، برې پښتونخوا نه لرې په بیلا بیلو هیوادونو کې ژوند، کار، تعلیم یا خواري مزدوري کوي.

مشال راډیو پخوا هم د مساپرو لپاره « راشه درشه » خپرونه وړاندې کوله چې په دې وروستیو کې د نویو پروګرامونو په پیلولو دغه خپرونه تړل شوې وه، خو اوریدونکیو یې د بیا پیلولو په وار وار غوښتنه کوله.

فیصل خان په ملېشیا کې

اوس د مساپرو ګړۍ کې مېلمانه خپلې تجربې له مشال راډیو سره شریکوي او نور اوریدونکي ترې تپوسونه کوي.

په لومړۍ خپرونه کې له ملېشیا نه فیصل خان او د سعودي عرب نه نور رحمان داوړ مېلمانه وو. فیصل خان ۲۸ کلن ځوان دی، د مردان د شهباز ګړې اوسیدونکی دی او له تېرو اوو کلونو راهیسې په کوالالمپور کې درزیتوب یا خیاطي کوي.

نور رحمان داوړ

نور رحمان داوړ هم ۲۸ کلن دی. دی د شمالي وزیرستان سره تړاو لري او له تېرو څو کلونو راهیسې په مکه مکرمه کې په یو دفتر کې د امنیت د مسول په توګه کار کوي.

له دواړو مېلمنو سره د نجیب عامر بنډار دلته اورېدلای شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مساپرو ګړۍ / لومړۍ خپرونه