سوات: بارانونو او سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

فایل فوټو

په سوات کې ځايي چارواکي وايي وروستیو بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه پنځه کسان وژلي دي. همدا رنګه د خلکو کورونو او زمکو ته هم تاوانونه رسېدلي دي.

د مدين پوليسو مشر ډي ايس پي شوکت خان نن مشال ريډيو ته وویل، تيره شپه په پلم نومي کلي د تندر پریوتو له وجې د یو کلي څلور تنه مړه شوې دي چي پکې ماشومان او مېرمنې هم دي. په همدې توګه د یو بل تن مړی بیا په سیند کې موندل شوی دی.

د خېبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې هر کال د بارانونو او سیلابونو له وجې خلکو ته د سر او مال زیانونه اوړي. ډېری وخت خلک شکایت کوي چې حکومت ورسره لازمې مرستې هم نه کوي.