د پاکستان سرکاري ټېليویژن د یو خبر له مخې نن د جمعې په ورځ د وزیر اعظم نوازشریف بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز قامي اسمبلۍ ته د فاټا اصلاحاتو رپورټ وړاندې کړ.
پر دې مهال سرتاج عزیز په خپل بیان کې وویل، دوی غواړي چې د قبایلي سیمو ولس هم په قامي بهیر کې شامل کړل شي او د دوی محرومیانې پای ته ورسول شي او لکه د نورو صوبو د خلکو ورته حقونه ورکړل شي نو په دې بیناد دوی په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو عمل پیل کړو.
د نوموړي په وینا چې د دې مقصد لپاره یې ګمارلې کمېټۍ د فاټا ټولو ایجنسیو دورې وکړې او له هغه وروسته یې یوه جرګه وکړه.
سرتاج عزیز وویل چې د فاټا د ايني حثیت بدلون لپاره څلور لارې ټاکل شوې وې چې پکې:
لومړۍ موجوده حیثیت پرځای ساتل
دویم یوه بېله صوبه جوړول
درېم د ګلګت بلتستان غوندې کونسل جوړل
او څلورم له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو ګډول
د نوموړي په خبره پر وروستي ټکي باندې ټول اړونده یا متعلقه چارواکي سلا شوي دي.
پر دې مهال د سېفران وفاقي وزیر عبدالقادر بلو چ وویل، چې د فاټا ولس محرومیو ختمولو لپاره د فاټا اصلاحاتي کمېټي ګمارل شوې وه او دوی غواړي چې د فاټا ولس خپلې فیصلې په خپله وکړي او خپلواکه شي.