په کابل کې د افغاني او ترکي صنایعو نندارتون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې نن (چارشنبه) د افغاني او ترکې صنایعو نندارتون جوړ شو. دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لخوا جوړ او هدف یې د افغاني صنایعو تشويق او بازار موندنه ده. د دغې خونې مرستیال یونس مومند خبریالانو ته وویل چې د دغه ډول نندارتونونو جوړول د صنایعو په تشویق کې ښه رول لري.په دې اړه د سباوون کاګر ویدیويي راپور وګورئ.