"یوازینۍ ډاکتره وم چې د ژوبلو وکیلانو درملنه مې کوله"

ډاکټر شهلا سمیع

نن راسره په پروګرام کې له کوټې ډاکټر شهلا سمیع مېلمنه ده. ډاکټر شهلا د کوټه په سوېل هسپتال کې یوازینۍ ښځينه میډيکل افسره ده. هغه په سنډېمن هسپتال او بولان مېډیکل کالج کې د ښځو طبي مسلو او د ماشومانو له پېدایش سره د تړلې زده کړو ایسوسی اېټ پروفېسر تجربه هم لري.

ډاکټر شهلا د میډیکل ایجوکېشن ډیپارټمنټ غړی او د دغو زده کړو ماهر تعلیم هم ده. ډاکټر شهلا د طب په مېدان کې د MBBS, MCPS,FCPS، د اینډوسکوپي په نوم د خاصو طبي عملیاتو ماهر سرجنه، او په میډیکل ایجوکېشن کې دAMEE. ESMEځانګړي سندونه لري. هغه په یورپ کې د میډیکل ایجوکېشن ایسوسي اېشن غړیتوب هم لري.

د دې تر څنګ یې په تعلیمي وخت کې د سرو زرو او سپینو زرو تمغې حاصلې کړې دي. د اګست په اتمه د کوټه برید په وخت هغه په هسپتال کې واحده ډاکټره وه چې د ژوبلو کسانو علاج یې کولو. د هغې د جرات لپاره ورته د پاکستان انجمن هلال احمر خپل ټول عمري اعزازي غړیتوب او ایوارډ هم ورکړی.

د سروې پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کوټه سویل هسپتال ډاکټر شهلا سمیع