په ننګرهار کې افغان ځواکونو د ۳۰وسله والو وژلو ادعا کوي

د ننګرهار چارواکي دعوه کوي چې په حصارک ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې یې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژلي او ګڼ شمېر یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دغه بریدونه افغان ګډو امنیتي ځواکونو بېګا شپه تر سره کړي دي.

د یادو بریدونو په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.