کراچۍ: د اېم کيو اېم کارکنان تر مرګه پر لوږه کښېنستل

په کراچۍ کې متحده قامي مومنټ ګوند لسګونه غړیو د خپلو تریتمو یا لا-درکه کړل شویو کارکنانو، د امنيتي ادارو له خوا د دغه ګوند پر دفترونو د چاپو او د خپل مشر الطاف حسېن پر تقرير په مطبوعاتو کې د بندیز پرضد تر مرګه د نه خوړلو اعتصاب په نوم يو احتجاجي تحريک پېل کړی او د چارشنبې له ورځې راهیسې د کراچۍ خبريالانو مرکز (پرېس کلب) مخې ته ناست دي.

دوی وايي چې تر دې دمه يې يو سل دېرش نه سېوا کارکنان ورک دي خو امنیتي ادارې يې هېڅ درک نه ورکوي او زياتوي چې دا احتجاج به تر هغو روان وي چې د کارکنانو درک یې نه وي لګېدلی.

د لوږې په دغه احتجاج کې د اېم کيو اېم پارلېمان غړیو په ګډون نارينه او ښځینه کارکنان کې ناستې دي او دا غوښتنه لري چې حکومتي او امنيتي چارواکي دې ورته باور ورکړي چې ټول بې درکه کړل شوي کسان به عدالتونو ته وړاندې کوي.

د ياد ګوند رابطه کمېټۍ غړي اسلم خان اپرېدي د پنجشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوی ځکه دا انتهايي ګام پورته کړو چې هېڅ څوک يې خبرې اورېدو ته تيار نه دي او د دوی کارکنان چې اوچت کړل شي نو بيا په لارو کوڅو کې يې مړي موندل کېږي.

اسلم اپرېدي زياته کړه چې که د دوی کارکنان مجرمان وي نو عدالتونو ته دې وړاندې کړل شي که جرم پرې ثابت شي نو سزا دې ورکړل شي خو داسې نه چې له کورونو اوچت کړل شي او بيا يې هېڅ درک نه لګېږي.

د اېم کيو اېم له خوا تر دې وړاندې هم څو وارې مظاهرې او د نه خوړو علامتي احتجاجونه شوي دي خو دا ځل يې د تر مرګه د نه خوړلو احتجاج تر هغه وروستو پیل کړی چې د چارشنبې په شپه امنيتي ادارو يې پر يو دفتر چاپه ووهله او کارکنان يې پکې ونيول.

له دې وروستو هم په نيمه شپه دوی د ښار په لويه لار شارع فیصل تر څو ګنټو احتجاج کړی وو او بيا يې د کراچۍ پرېس کلب مخې ته تر مرګه د نه خوړلو احتجاج پرېکړه وکړه.

امنيتي ادارو او نيمه پوځي ځواک رېنجرز څو څو واري دا تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دوی کله هم هېڅوک په غیرقانوني توګه نه دي نيولي او نه يې د عدالت پرته وژنې کړي دي.