د افغانستان د بغلان ولایت چارواکي وایي چې ډېر ژر به د دهنی غوري او مرکزي بغلان ولسوالۍ د وسله والو د پاکولو عملیات پیل شي.
د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بېګا شپه مشال راډیو ته وویل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ځېنو سیمو کې تراوسه جګړې روانې دي اود دهنی غوري ولسوالۍ په هغو سیمو کې د عملیاتو لپاره تیاری نیول کېږي چې طالبانو لاندې کړي دي.
د بغلان د دهنی غوري ولسوالۍ تر پنځو ورځو جګړو وروسته دوه ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده.
له دې سره په یوه وخت وسله والو طالبانو د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ هم سختېحملې پیل کړي.