زاخېلوال: د پاکستان سره مو اړیکې د حقاني شبکې پر سر خرابې دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي پاکستان د ادعاو باوجود د حقاني شبکې پرضد ګامونه نه دي پورته کړي او ياده ډله هره ورځ په افغانستان کې ترهګريز بريدونه کوي.نوموړي له مشال راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو يوه غټه وجه د پاکستان لخوا خپلې ژمنې نه پوره کول دي. زاخيلوال تور پوری کړ چې پاکستان له وسله والو سره مرستې کوي. د دې وروستېو څرګندونو په اړه پاکستانيو چارواکو څه نه دي ويلي خو په تير وختونو کې يې دا قسمه تورونه رد کړيدي او ویلي يي دي چې په وسله والو کې ښه او بد نه کوي او د ټولو وسله والو ډلو پرضد يو شان عمليات کوي.