طالبان لا هم په کويټه او پېښور کې مرکزونه لري.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي افغان حکومت په خپله زمکه پاکستاني طالبان ډير ځپلي خو پاکستان د ادعاو باوجود د حقاني شبکې پرضد ګامونه نه دي پورته کړي او ياده ډله هره ورځ په افغانستان کې ترهګريز بريدونه کوي. نوموړی وايي د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو يوه غټه وجه د پاکستان لخوا خپلې ژمنې نه پوره کول دي. زاخيلوال تور پوری کړ چې پاکستان له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.حضرت عمر زاخیلوال دغه خبرې د مشال راډيو خبريال احمدالله سره په ويډيوي مرکه کې کړي چې تاسو يې دلته کتلای شئ.