د پاکستان پوځ مشر د ترهګرۍ پر ضد د ځوانانو ملاتړ غوښتنه کړې

پراګ - د پاکستان پوځ مشر وايي، ځوانان دې ترهګرو ته په ماتې ورکولو کې مهم رول ولوبوي.

د اتوار پر ورځ د چترال په شندور کې د پولو لوبې مېلې ته په وینا کې جنرال راحیل شریف وویل، په هېواد کې د تلپاتې سولې تر ټینګښته به ضرب عضب عملیات روان وي.

د ده په خبره، په دې لړ کې البته د ولس او ځوانانو ملاتړ اړتیا ده.

د پاکستان پوځ مشر وویل، په شندور کې د پولو تاریخي مېلې کول وسله والو ته پیغام ورکوي چې هېواد یې بې له وېرې، ترهې خپل دودونه او روایات پالي.

کالاشۍ ښځې د مېلې پر مهال

جنرال شریف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په وروستیو درو ورځو کې وسله والو د چترال په کالاش سیمه کې درې شپانه وژلي دي او د هغوی په زرګونه څاروي یې له ځانه سره وړي دي.

د چترال ضلعي انتظامیې ځېنو منتخبو مشرانو مشال راډیو ته ویلي ول چې دا وسله وال د افغانستان له لوري وراوښتي ول.

افغانستان د دې وسله والو هلته د ورتګ په اړه څه نه دي ویلي.

په چترال کې یوه سیمه ده چې کالاش نومېږي. د کالاش په کلیو کې اوسېدونکو ته کالاشیان یا کېلاشیان ویل کېږي چې ډېر پخواني دودونه پالي او په مذهبي ډول هم په نادره یا نایابه لږکیو کې شمارل کېږي.