په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي قومندان جنرال جان نېکولسن ویلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان سرتېرو مرګژوبلې سطح لوړه شوې ده.
نوموړي تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې په پېنټاګان کې خبریالانو ته وویل، د افغان سرتېرو د ځاني زیان زیاتېدو لامل په ژمي کې هم د جګړو دوام وو:
((طالبانو د ژمي په میاشتو کې هم جګړې ته دوام ورکړ نو د روان کال د پیل په میاشتو یعنې جنورۍ، فبرورۍ او مارچ کې [جګړه روانه وه]. خو د دې پرتله د ۲۰۱۵ز کال [په همدې میاشتو] کې زیاتې نښتې نه کېدې. نو افغانانو ته په ژمي او روان کال کې مرګ ژوبله ورواوښته.))
جنرال نېکولسن د افغان امنیتي سرتېرو مرګ ژوبلې کره شمېر ورنکړ. د افغانستان دفاع وزارت هم د نوموړي څرګندونو پخلی کړی.