'د خوشال خان خټک رېلګاډي شخصيکول نه منو'
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په پېښور کې د پاکستان رېلوې ملازمینو له پېښوره چلېدونکي خوشال خان خټک اېکسپرېس (رېلګاډي) د مرکزي حکومت لخوا د شخصيکولو پرضد له رېلوې سټېشن بهره د پېښور پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او له مرکزي حکومته یې غوښتنه کوله چې دا پرېکړه دې بیرته واخلي ګني دویم احتجاجي پړاو کې به له پېښوره تلونکي ټول رېل ګاډي ودروي.
له پېښوره د شبیر احمد جان ویډیو رپورټ