دچاودنې ښکار عرفان الله د معذورانو مرسته کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې مو د کرمې ايجنسۍ له ديارلس کلن هلک عرفان الله جان سره خبرې کړي. عرفان په بمي چاودنه کې معذوره شو اوس د معذورانو لپاره کار کوي نوموړی وايي غواړي چې د قبايلي سيمو يو معزوره ماشوم هم له تعليمه پاتې نه شي . په خپرونه کې مو پر دې هم خبرې کړي چې د قبايلي سيمو او افغانستان ځوانانو لپاره د بشري حقونو يو سازمان د سياسي روزنې پروګرام پيلوي او د شمالي وزيرستان ځوان شاعر محد سليم خان ذاهب هم زموږ د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه ميلما وو. دا خپرونه چې اسرار عالم مومند يې چمتو کوي تاسو يې د جمعې په ورځ په ژوندۍ او د نهې پر ورځ په تکراري توګه اورۍ.