مسلم لیګ نون د کشمیر سیمه ییز انتخابات ګټلي دي

د پاکستاني وزیراعظم نوازشریف ګوند پاکستان مسلم لیګ نون ډلې د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې سیمه ییز انتخابات ګټلي دي.

مسلم لیګ نون ډلې د کشمیر په یوڅلوېښت کسیزه اسمبلۍ کې یو دېرش سیټونه ګټلي دي.

دا ټاکنې د پنجشنبې په ورځ تر سره شوې. د ټاکنو له د پایلو له اعلانه وروسته وزیراعظم نواز شریف د یاد کشمیر په مرکز مظفر اباد کې خپلو ملاتړو ته په وینا کې ژمنه وکړه چې هلته به د پرمختګ لپاره کار کوي.

دا انتخابات تر ډېره حده په پرامنه توګه تر سره شوي دي.