درې کاله وړاندې له چادونې ژوبل سلمان اپرېدی درملنه غواړي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور بډه بېرې بازار کې نژدې درې کاله وړاندې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو په یوه چاودنه کې سلمان اپرېدی هم په چرو لګېدلی وو چې تر ټولو سخت زیان یې د ساه مرۍ ته رسېدلی دی. دی په خبل ښوونځي کې یو له تکړه زده کوونکیو څخه وو خو اوس د خپلې ناروغۍ له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی. سلمان اپرېدي او د ده پلار پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د ارمي سکول زده کوونکیو غوندې دې د ده درملنه وکړي چې د ډاکټرانو په خبره علاج یې یوازې بهرنیو هېوادونو کې کېدلای شي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث له سلمان اپرېدي او د هغه له کورنۍ سره خبرې کړې.