اردغان په ترکیه کې بیړنی حالت اعلان کړ

پراګ - ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان د جولای ۲۰مې پر شپې، پر ټیلېوېژن په وینا کې اعلان وکړ چې بیړنی حالت به تر درو میاشتو نافذ وي. نوموړي دا اعلان د جولای ۱۵مې د ناکامې کودتا هڅې په تناظر کې د خپلې کابینې او ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته وکړ.

دا بیړنی حالت له زیارته پیل شوی چې موخه یې د تېرې اوونۍ خونړۍ کودتا په هڅو کې د ککړو کسانو پر ضد د حکومت واک پراخول دي.

اردغان په وینا کې وویل، ((د بیړني حالت اعلانونو هدف دا دی چې د جمهوریت، قانون واکمنۍ او د خلکو حقونو او ازادیو پر ضد د ګواښونو مخنیوي لپاره چټک او موثره ګامونه واخیستل شي.))

اردغان او د ده مرستیالانو ترکي ولس ته د دې باور ورکولو هڅه کړې چې پر دې مهال به پر رسنیو یا د خلکو پر شخصي ازادیو هېڅ محدودیتونه نه لګول کېږي، البته بیړني اقدامات حکومت ته د ګرځبندیز یا کرفیو لګولو، پر رسنیو، د ګاډو پر تګ راتګ او پر شخصي غونډو د بندیز لګولو او له نورو کارونو سره د خلکو کورونو تالاشیو اجازه ورکوي.

تر دې مخکې اردغان له الجزیره ټیلېوېژن سره د جولای پر ۱۹مې په خپره شوې مرکه کې وویل، کېدای شي بهرني هېوادونه د کودتا په هڅه کې شامل وي، خو ده د کوم مشخص هېواد نوم له اخیستو ډډه وکړه.

اردغان وویل، د خطیب فتح الله ګولېن امریکا مېشتی سازمان چې دی یې د کودتا په هڅې تورنوي، د یوه ((لوړ یا اعلا دماغو)) تر مشرۍ لاندې کار کوي. خو ده دا وضاحت ورنکړ چې د اوچت دماغ یا ذهن اشاره یې چا ته ده؟ اردغان دا نظر هم رد کړ چې ګواکې د ترکیې جمهوریت له خطر سره مخامخ دی او دا چې دی د زورواکه کېدو په حال کې دی.

ده په مرکه کې وویل، هېواد به یې ((په یوه پارلېماني جمهوري نظام کې پاتې کېږي او له دې لار به هېڅ کله نه)) اوړي.

ترکي ولسمشر دا هم وویل چې که له اروپايي ټولنې سره د ترکیې یوځای کېدو موضوع له خطر سره هم مخامخېږي، دی به د مرګ سزا ورکولو پارلېماني اقدام منظوروي.

اردغان وار له مخه د تېرې جمعې ورځې کودتا هڅې په تړاو بېساري ګامونه اخیستي دي او په زرګونه کسان یې بندیان کړي، له دندو ګوښه کړي او یا یې هم ورباندې سفري بندیزونه لګولي دي.

په ترکیه کې د خلکو نیولو، له دندو ګوښه کولو او پر هغوی د محدودیتونو یو اټکل

د ترکیې حکومت د جولای پر ۲۰مه د هېواد پر ټولو اکاډمیکانو نورو هېوادونو ته پر تللو بندیز ولګاوه. تر دې یو ورځ مخکې (د جولای ۱۹مه)، د ترکیې لوړو زده کړو ادارې په هېواد کې د پوهنتونونو او پوهنځیو ۱،۵۷۷ مشران له دندو ګوښه کړل او د شخصي تعلیمي ادارو شاوخوا ۲۱ زره استادانو د معلمۍ اجازتنامې یا لایسنسونه یې له هغو بېرته واخیستل.

د ترکیې انادولو اژانس او بي بي سي له اټکل سره سم، د جولای له ۱۵مې راهیسې د ولسمشر رجب طیب اردغان انتظامیې د هېواد شاوخوا ۵۰ زره سرتېري، پولیس، قاضیان، دولتي کارکوونکي، ملایان او استادان یا له دندو لرې کړي دي او یا یې هم نیولي دي. ځېنې نورې رسنۍ بیا دا شمېر تر ۵۸ زره پورې ښيي.

اردغان دا اقدامات پر داسې وخت کړي دي چې تېره ورځ په واشنګټن کې د هالینډ، جرمني او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو د ترکیو چارواکو پر چاپو او د کسانو پر نیولو اندېښنې وښودې. دوی پر انقرې غږ وکړ چې د قانون حاکمیت درناوی دې وکړي.