سوات - د غیرت په نوم د وژنو داستان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سوات کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه ټولنه وايي په سوات ضلع کې د تېرې اونۍ په اوږدو کې اته مېرمنې په ناموسي پېښو کې وژل شوې دي. د بشري حقونو کمېشن هم وايي چې په ۲۰۱۵ز کال کې په ټول هېواد کې سلګونه ښځې د غیرت په نوم وژل شوې دي چې پکې ډېری د خیبر پښتونخوا په سوات کې دي. تفصیل په دې رپورټ کې.