د بن لادن وژلو سازش کې ''ښکېل'' شکیل اپرېدي مقدمه پر ۲۳ م اګست ده
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې لخوا د شکیل اپرېدي مقدمې سرکاري ریکارډ د فاټا ټرایبونل (قضايي جرګګۍ) ته وړاندې کړل شوی دی. د شکیل اپرېدي وکیل ندیم قمر اپرېدی وايي، دغه ریکارډ د مقدمې پرمخبیولو په ترڅ کې یو لوی پرمختګ دی او اوس به د نوموړي په خبره د دغه مقدمې اورېدنه د اګست په ۲۳مه نېټه کېږي.
ادعا کېږي چې شکیل اپرېدي د القاعدې مشر اسامه بن لادن په موندنو کې له امریکایانو سره مرسته کړې وه.
له پېښوره د خالد خان راپور