صدیق وزیر په ژوبل حالت کې ځوانانو غږ خپرونې ته حاضر شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې خپرونه کې مو د جنوبي وزیرستان له صدیق وزیر سره خبرې کړې دي چې د واڼه وېلفېیر اسوسي اېشن په نوم یوه خیریه ټولنه چلوي. دی د دې ټولنې له لارې د تعلیم او سولې لپاره کار کوي. کله چې مشال راډیو غوښتل له نوموړي سره د ده د هلو ځلو په اړه خبرې وکړي نو دی وسله والو وویشت. صدیق وزیر په ژوبل حالت کې له روغتونه د ځوانانو غږ خپرونې ته وخت ورکړ چې تاسې یې لاندې اورېدای شئ.